Home » افغانستان » متقي د افغانستان لپاره د بهرنيو هېوادونو له استازو سره پر هر اړخيزو اړيکو خبرې کړي

متقي د افغانستان لپاره د بهرنيو هېوادونو له استازو سره پر هر اړخيزو اړيکو خبرې کړي

د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لېدلي او له دوی سره يې پر هر اړخيزه اړيکو خبرې کړي دي.

نوموړي په دغه لېدنه کې زياته کړې، چې د افغانستان نوی حکومت له سيمې او نړۍ سره ښو سياسي او اقتصادي اړيکو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې ښه تعاملات ولري.

متقي دغه راز د سوداګرۍ له لارې د اقتصادي وضعيت پر ثبات، امنيتي وضعيت او پر افغانستان د لګېدلو بنديزونو په اړه هم بحث کړی  دی.

نوموړی داسې مهال د افغانستان لپاره د ۱۴ هېوادونو له استازو سره ګوري چې له دې وړاندې يې د چين له بهرنيو چارو وزير سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پياوړو اقتصادي او سياسي اړيکو په رامنځته کولو ټينګار کړی

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...