د افغانستان بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي وايي، داعش ډله د افغانستان په خاوره کې هېڅ ډول مرکزونه لري او په خبره يې يوازې د ځينو اړخونو له لوري ورته تبليغات کېږي.
نوموړي د ترکيې له اناتولي خبري اژانس سره په مرکه کې چې پرون شنبه د (تلې په ۲۴مه) خپره شوې ويلي، دا مهال داعش ډلې ته په افغانستان کې د ځينو خواوو له لوري تبليغات روان دي.
متقي که څه هم هغه لوري چې د نوموړي په خبره داعش ډلې ته تبيغات کوي، نه دي واضېح کړي خو زياته کړې يې ده چې دغه تبليغات په دې موخه دي، څو نړيوالو ته د طالبانو په مشرۍ په افغانستان کې اوسنی حکومت کمزوری وښيي.
نوموړي ويلي چې د حکومت کمزوري ښودلو ترڅنګ داعش ډلې ته له تبليغات بل هدف دا هم دی، څو پر حکومت فشار زيات شي خو خبره يې بر عکس له دې فشارونو بيا داعش ډله مورال اخيستی شي.
د داعش په تړاو د طالبانو دې چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې دې ډلې کابل ته د طالبانو له ننوتلو راهيسې ګڼ خونړي بريدونه کړې دي.
د داعش له لوري ترسره شوی وروسته خونړی بريد په کندهار کې پر جامع جومات چاودنه وه چې په ترڅ کې يې ۴۷ تنه ووژل شول.