د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي پرون چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما له سرپرست او سياسي مرستيال مارکوس پوټزل سره ليدلي دي.
دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، متقي د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو ډيپلوماټيکو ماموريتونو سره د لازیاتي همکارۍ او د هغوی د ودانيو او کارکوونکو د امنيت ټينګښت په موخه، د امنيتي تدابيرو د نيولو او اړوندو کارکوونکو په تګ راتګ کې د نورو اسانتياوو رامنځته کولو ډاډ ور کړ.
په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله زياته شوې، چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسي پر مخ وړي او په خبره يې په دې برخه کې یوناما هم ښه رول لوبولی شي.
حکومتي چارواکو موده وړاندې هم ډاډ ورکړ، چې هېواد کولی شي څو په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي او امنيتي ځواکونه يې به يې هر اړخيز امنيت خوندي کړي.
خو تر اوسه د ګوتو په شمېر له هېوادونو پرته، بل هېڅ کوم هېواد په افغانستان کې سفارت نه دی پرانيستی او خپل ډيپلوماټيک ماموريتونه يې لا هم ځنډولي دي.