Home » افغانستان » متقي: جګړه ختمه ده، سور صلیب دې نورو برخو کې فعالیتونه وکړي

متقي: جګړه ختمه ده، سور صلیب دې نورو برخو کې فعالیتونه وکړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي چې اوس د جګړې ټپیان کم شوي، دوی باید په نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تېره شپه په یوه ټویټ کې ليکلي افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فيليون د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې ایلوا د افغانستان په بېلا بېلو سکټورونو کې د سره صليب په فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدماتو د رسولو په برخه کې يې د ا.ا له هر اړخیزې همکارۍ مننه کړې ده.

نوموړي ویلي چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هیواد دی او دوی تر بل هر چا د خدماتو تمرکز په افغانستان کوي. د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي ویلي، هیواد تر بل هر وخت په امن دی، د جګړو د ختمېدو له امله ټپيان لږ شوي نو په کار ده چې له هيوادوالو سره په نورو سکټورونو کې د بېلګې په توګه د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو د پیوند، د اړتيا په صورت کې بهرني هیوادونو ته د معیوبینو انتقال او د داخله ناروغانو د تداوۍ په برخه کې خدمات پراخ شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...