Home » افغانستان » متقي: امريکا سره ستونزه نه لرو او په شمول يې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړو

متقي: امريکا سره ستونزه نه لرو او په شمول يې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړو

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، اسلامي امارت دا مهال له امريکا سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او زياتوي چې د امريکا په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون يک‌شنبه له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې چې نن دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) خپره شوې، کړې دي. متقي زياته کړې، افغانستان دامهال له ټولو هېوادونو سره له توپير پرته د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له نورو هېودونو هم ورته تمه لري.

نوموړي دغه راز ټينګار کړی چې په افغانستان کې د خلکو وضعيت ته په پام سره دې، واشنګټن او نړيواله ټولنه د افغانستان کنګل شوې ۹.۵ ميليارد ډالري شتمني هم ازاده شي.

متقي ويلي، په نړيواله کچه هغه ادعا چې ګواکې سلامي امارت له زده‌کړو او کار نجونې او ښځې منعه کړې، ناسمې دي. نوموړي ټينګار کړی چې اسلامي امارت نجونو ته د زده‌کړو او کارکولو زمينې په برابرولو کې ژمن دی خو په خبره يې دا کار بايد په يوه اصولي چوکاټ  کې وشي.

له اسوشيېټيډ پرېس اژانس سره اميرخان متقي په خپله دې مرکه کې د امريکايي جنرال مک مکينزي هغو څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی، چې څو ورځې وړاندې يې په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلو د فعاليتونو او پياوړتيا په اړه کړې وې.

نوموړي د مکينزي يادې څرکندونې بې اساسه بللي او زياته کړې يې ده چې په افغانستان کې د يادو ډلو د خطر جديت په اړه دې اسناد او شواهد وړاندې شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...