Home » افغانستان » متقي: افغانستان او ازبکستان بايد په سیمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونو سره عیار کړي

متقي: افغانستان او ازبکستان بايد په سیمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونو سره عیار کړي

د بهرنیو چارو سپرست وزیر امیرخان متقي وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان او ازبکستان په سيمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونو سره ځان عيار او ترې مثبت ګټه پورته کړي.

نوموړي دا څرګندونې نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) د ازبکستان ملي امنيت شورا له سلاکار عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د نوموړي هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشېف سره چې کابل ته په سفر راغلی، د ليدنې پرمهال کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حفيظ ضياء احمد په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په ناسته کې د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیز اړیکو اوسني وضعیت، د ټرانزیټ پر پياوړتيا او سوداګرۍ خبرې وشوې.

د ناستې پرمهال عبدالعزیز کاملوف د افغانستان امنیت د خپل هېواد له امنیت سره تړلی بللی او ويلي یې دي، چې د دوه اړخیزه سوداګرۍ او ښه ټرانزیټ لپاره باید دواړه هېوادونه ګډ او نږدې کار وکړي.

کاملوف دغه راز متقي ته د راتلونکې جولای په وروستیو کې د ازبکستان په کوربه‌توب د سیمې او نړۍ هېوادونو د استازو ترمنځ په جوړېدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس کې د ګډونه بلنه هم ورکړې ده.

په همدې حال کې امیرخان متقي په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې له افغانانو سره د ازبکستان د همکاريو ستاينه کړې او زياته کړې يې ده، چې دامهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب فضاء حاکمه ده.

نوموړي ټينګار کړی، چې اوس د دې وخت را رسېدلی څو افغانستان او ازبکستان په سیمه او نړۍ کې له راتلونکو بدلونونو سره ځان عیار او ترې مثبته ګټه پورته کړي.

نوموړي چمتووالی وښود چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ به يو افغان پلاوی په نږدې راتلونکي کې ازبکستان ته سفر وکړي او د سوداګرۍ پیاوړتيا په موخه به د دې هېواد له مسوولو چارواکو سره خبرې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...