مایک پومپیو وایي، د امریکا پر دولتي بنسټونو سایبري بریدونه د روسیې کار دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ادعا کړې ده چې روسیه په ډېر څرګند ډول د امریکا پر دولتي بنسټونو سایبري بریدونو کوي.
نوموړي زیاته کړې، داسې شواهد یې موندلي چې په دغه بریدونو کې د روسیې لاس لرل ثابتوي.
پومپیو وایي، د دوی استخباراتي ډلې د دغو شواهدو د ثابتولو په هڅه کې دي او ژر به یې په اړه پوره معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
تېره اوونۍ کې د امریکا پر څو مهمو دولتي بنسټونو پېچلي سایبري بریدونه وشول چې د چارواکو په وینا ښایي بریدګرو ځینې معلومات غلا کړي وي.
د بریدونو د مسوولیت ګوته هغه کې هم روسیې ته نیول کېده خو روسیې بیا دا راپورونه رد کړي دي.