Home » سیمه او نړی » مايک پمپيو: د بايډن حکومت په غېر مستقيمه توګه اسرائيل پر ايران بريد ته هڅوي

مايک پمپيو: د بايډن حکومت په غېر مستقيمه توګه اسرائيل پر ايران بريد ته هڅوي

د امريکا مخکينی بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو وايي، د جوبايډن په مشرۍ امريکا حکومت په دې هڅه کې دی چې په غير مستقيمه توګه اسرائيلو دې ته وهڅوي، څو د ايران پر وړاندې نظامي اقدام وکړي.

نوموړي چې پرون يې د (تلې په ۲۰مه) د جروسلم پوسټ اسرائيلۍ ورځپاڼې له لوري په رابلل شوي لسم ډيپلوماټيک کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د امريکا دغه ډول هڅې کولی شي چې اسرائيلو د ايران پر وړاندې پر نظامي اقدام حتا مجبور کړي.

پمپيو دغه راز د مخکيني ولسمشر ټرمپ له لوري د ايران له اټومي تړون د امريکا له وتلو پرېکړې ننګه کړې او ويلي يې دي چې هغه مهال يې د دې او ورته نورو پرېکړو په کولو سره نړۍ د ايران له تهديد خلاصه کړې وه.

نوموړي زياته کړې چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت د ايران له لوري نړۍ ته متوجه تهديد کم کړی و، د دغه هېواد د سپاهي پاسداران پر قومندان قاسم سليماني يې بريد وکړ، په سيمه کې يې د امريکا ګټې خوندې کړې او دغه راز يې داسې لار غوره کړه چې له مخې يې ايران د اټومي وسلو څښتن نه شي.

پمپيو زياته کړې، که د ټرمپ حکومت تر دوو کلونو نور هم دوام کړی وی نو د امريکا او سرائيلو ګډه همکاري د دې سبب کېدای شوه چې ايران په بشپړه توګه اټومي وسلو ته د ايران د لاسرسي مخه ډپ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...