مالېزيايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان د کرونا پر وړاندې د امکاناتو کموالي له امله پڅې مبارزې ته په پام سره به، په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د کرونا واکسين مرسته ولېږي.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مرستيال داتوک قمرالدني جعفر ويلي، هېواد يې په پام کې لري چې له افغانستان سره د ۲.۶ مېليون ډوز کرونا واکسين مرسته وکړي. نوموړي زياته کړې چې افغانستان ته د مالېزيا له لوري د کرونا واکسين دې مرستې رسولو او دغه راز په نوموړي هېواد کې خلکو ته د ياد واکسين د تطبيق کولو د لارو چارو موندنې په موخه، په افغانستان کې له چارواکو سره خبرې روانې دي.
مالېزيا داسې مهال له افغانستان سره د کرونا واکسين د مرستې کولو اعلان کړی، چې دامهال د نورو هېوادونو ترڅنګ افغانستان هم د کرونا له څلورمې څپې سره لاس او ګرېوان دی.