Home » افغانستان » مالیزیايي پلاوي له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

مالیزیايي پلاوي له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي احمد اعظم عبدالرحمن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې افغانستان کې پر شته امنیت خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا یې افغانستان ته د خپل سفر موخه ښودلې ده.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې اوس مهال د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ لپاره ښه زمینه برابره شوې او باید افغانستان کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...