Home » افغانستان » ماليې وزارت د روان مالي کال ملي بوديجې طرحه اعلان کړه

ماليې وزارت د روان مالي کال ملي بوديجې طرحه اعلان کړه

د سرپرست حکومت وزيرانو شورا نن شنبه د (غويي په ۲۴مه) د روان ۱۴۰۱ مالي کال بوديجه تصويب کړه او اړوند ارګانونو ته يې په منظمه توګه د يادې بوديجې د لګولو سپارښتنه وکړه.

له دې سره ماليې وزارت هم د بوديجې طرحې د ارزښت په اړه جزيات خپاره کړي دي. د جزياتو له مخې د روان مالي کال د ملي بوديجې ټوله‌ييز اندازه ۲۳۱ مېليارد افغانۍ ده.

د بوديجې دې ټوله‌ييز مقدار له ډلې ۲۰۳ مېليارد افغانۍ عادي او پاتې ۲۷.۹ مېليارد هغه يې پراختيايي بوديجه تشکيلوي. اسلامي امارت ويلي چې سږنۍ بوديجه له کورنيو عوايدو تشکيل شوې ده.

سږنۍ بوديجه د تېر په پرتله  له ۴۰ مېليارد افغانۍ کسر سره مخ ده. د تېر مالي کال بوديجې ټوله‌ييزه اندازه چې د بهرنيو ډونرانو پر مرستو ولاړه وه، ۴۷۳ مېليارد او ۴۱ ميليونه افغانۍ وه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...