Home » افغانستان » مارک ميلي: له افغانستان څخه د امريکا وتلو وروسته، روسيې پر اوکراين د بريد جرئت وکړ

مارک ميلي: له افغانستان څخه د امريکا وتلو وروسته، روسيې پر اوکراين د بريد جرئت وکړ

د امريکا لوړ رتبه پوځي جنرال او د دې هېواد د ګډو ځواکونو مشر مارک ميلي وايي، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته روسيې دا جرئت پيدا کړ چې پر اوکراين بريد وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د سنا مجلس د وسله‌والو خدمتونو کميټې ته کړې او ويلي يې دي، چې د موضوع حساسيت له مخې په دې اړه کره وضاحت نه شي کولی؛ خو په خبره يې استخباراتي مالومات ښيي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له وړاندې پر اوکراين د بريد خيال په زړه کې درلود.

مارک ميلي زياته کړې، چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو ځواکونو په وتلو سره، ولسمشر پوتين ته دا چانس په لاس ورغی او پر اوکراين يې پوځي بريد وکړ.

له دې وړاندې نوموړي ويلي و، چې د روسيې پوځي ځواک ته په پام سره په ۷۲ ساعتونون کې دننه د اوکراين پلازمېنه کېف ښار سقوط کېدای شي؛ خو د دې وړاندوينې خلاف روسي ځواکونه د کيف له څنډو په شا شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...