Home » سیمه او نړی » لیبیا کې د کډوالو کښتۍ چپه کېدو له امله ۱۶ پاکستانيان مړه شوي

لیبیا کې د کډوالو کښتۍ چپه کېدو له امله ۱۶ پاکستانيان مړه شوي

پاکستاني چارواکي وایي له لیبیا سره نږدې په سمندر کې د کډوالو د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۶ پاکستانيان مړه شوي او لس نور ورک شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت (سه شنبې، د سلواغې ۲۲مه) ویلي چې د کډوالو دا کښتۍ اروپا ته روانه وه چې لیبیا سره نږدې په سمندر کې ډوبه شوه.

د د دغه وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې د اټکل له مخې ۶۵ کسان سپاره و.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل نه دی چې اروپایي هېوادونو ته روان پاکستاني کډوال په لارې کې مړه کېږي.

د همدې روان میلادي کال په سر کې هم د لوېدیځې افریقا په اوبو کې د کډوالو یوې کښتۍ چپه کېدو په پېښه کې۵۰ کسان ډوب شول چې څه باندې ۴۰ به یې پاکستانیان و.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د مړو شویو کسانو د کورنیو سره د غم شریکۍ ترڅنګ د انساني قاچاقبرانو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه هم وکړه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...