Home » سیمه او نړی » لکي مروت کې د پوليسو يوه مشر په شمول ۴ پاکستاني پوليس وژل شوي

لکي مروت کې د پوليسو يوه مشر په شمول ۴ پاکستاني پوليس وژل شوي

د پښتونخوا ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د يوه وسله‌وال بريد له مله په لکي مروت کې د يادې سيمې د پوليسو مشر (تاڼه‌دار) او درې پوليس وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، د وسلوالو له لوري دغه بريد تېره شپه د لکي مروت اړوند په مياوالي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې پوليس په ياده سيمه کې پر ګزمه بوخت وو.

امنيتي مسوولانو ويلي چې له دې وړاندې په ياده سيمه کې د هېڅ امنيتي ګواښ په اړه خبر نه دی ورکړل شوی او دا لومړی ځل دی چې وسله‌وال بريد پرې کېږي.

دوی که څه هم د يادې پېښې پړه پر کومې وسله‌والې ډلې نه دی ور اړولې، خو ويلي يې دي چې پر پوليسو د تېرې شپې بريد يو ترهګريز بريد دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې پر پوليسو د دغه بريد مسووليت نه دی منلی؛ خو له دې وړاندې د ورته بريدونو بريدونو مسووليت د تحريک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخيستی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...