د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټين له افغانستان څخه د امريکا او بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزې په مناسبت ويلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه اوس هم پای ته نه ده رسيدلې او په خبره يې واشنګټن د يادې پديدې پر وړاندې د عملياتو لپاره خپله پاملرنه او تمرکز زيات کړی دی.
نوموړي ويلي، امريکايي ځواکونه د امريکا د خونديتوب او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته لاړل او په خبره يې په دې توګه هېڅ ډلې پر امريکا د بريد جرئت ونه کړ.
اسټين ويلي، وضعيت ته په پام له ترهګرۍ سره مبارزه پای ته نه ده رسېدلې او زياتوي چې امريکا هڅه کوي، د ترهګرۍ د رابرسېره کېدو له ريښو سره مبارزه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان سرپرست حکومت له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو کليزه ونمانځله. د يادې نمانځې پرمهال رئيسالوزرا محمد حسن اخند له نړيوالو وغوښتل، چې په افغانسان کې د بشري وضعيت مهارولو په موخه دې پرې لګول شوي بنديزونه لغوه کړي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې نړيوال دې له افغانستان سره د اختلاف له منځه وړلو په موخه د فشارونو او بنديزونو پر ځای، د مذاکراتو لار غوره کړي.