Home » افغانستان » لویې څارنوالۍ د رشوت اخیستلو په تور درې تنه نیول شوي سناتوران په ضمانت خوشي کړي
رویداد خبري آژانس

لویې څارنوالۍ د رشوت اخیستلو په تور درې تنه نیول شوي سناتوران په ضمانت خوشي کړي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي،هغه درې تنه سناتوران چې د رشوت اخیستلو په تور یې نیول و په ضمانت خوشي کړي دي.

لویه څارنوالۍ وايي، د سناتورانو د توقیف موضوع له مشرانو جرګې سره هم شریکه شوې وه، خو مشرانو جرګې تصویب نه‌کړه.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن رسنیو ته وویل: “د افغانستان څارنوالي دغه سناتوران د قانون د احکامو په رڼا کې د ضمانت په بدل کې خوشې کوي، دوسیه تر څېړنې لاندې ده.”

د بلخ چارواکو تېره اوونۍ تأیید کړې وه، درې سناتوران چې د دغه ولایت د ګمرکاتو د څېړنې لپاره دغه ولایت ته ورغلي وو، د رشوت اخیستو په تور تر نیول کېدو وروسته کابل ته ولېږدول شول.

لویې څارنوالۍ ویلي وو چې دغه سناتوران د ۴۰ زره ډالرو د اخیستو پر وخت نیول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...