د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین وایي، چې افغان ځواکونه باید د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخه ونیسي.
لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي.
د آسټین په وینا د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د وسله والو طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو مخنیوی وکړي.
لویډ اسټین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په هېواد کې جګړې شدیدې شوې دي او طالبان هره ورځ د نوو سیمو د نیولو ادعا کوي.
بلخوا امریکا بیا په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او د اړتیا پر وخت به یې مرسته کوي.