Home » فرهنګی او ټولنیز » لوګر کې یوې مور څلور ګوني ماشومان زیږولي

لوګر کې یوې مور څلور ګوني ماشومان زیږولي

د لوګر د ولایتي روغتون مسوولین وایي، چې تېر ماښام په یاد روغتون کې یوې مور څلور ژوندي ماشومان زېږولي دي.

د نایب امین الله خان لوګري ولایتي روغتون یو مسوول ډاکټر محمدصدیق همدرد  وايي، چې تېر ماښام یوې مور د بره کي برک ولسوالۍ اړوند د شاه مزار سیمې اوسېدونکې ده، په یاد روغتون کې د زېږون پرمهال څلور ژوندي ماشومان، یو هلک او درې نجونې زېږولي، چې د ټولو ماشومانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د يادو ماشومانو پلار سيدغني د لوګر د ولايتي روغتون د مسؤولینو له خدمتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د ناروغانو ستونزو د پر وخت رسېدنې په برخه کې یې د دوی هڅې وستایلې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...