د افغانستان په دریو ولایتونو کې افغان ځواکونو په عملیاتو او نښتو په پایله کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار ارغنداب، هلمند نادعلي او د لوګر برکي برک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په ترڅ کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وایي له یادو ولایتونو څخه د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات او یو موټرسایکل هم افغان ځواکونو له منځه وړي دي.