Home » افغانستان » لوګر کې د طالبانو یوه سرګروپ په ګډون ۵ تنه وسلوال وژل شوي

لوګر کې د طالبانو یوه سرګروپ په ګډون ۵ تنه وسلوال وژل شوي

امینتي چارواکي نن شنبه ( د لیندۍ ۱) وايي تیره شپه وسلوالو طالبانو پلان درلود چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ اړوند د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته پرید وکړي.

چارواکي وايي په څرخ ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د یاد برید مخنیوی شوی.

د تندر قول اردو د څلورمې لوا مسولین وايي دوی او امنیتي ځواکونو په ګډه د دغه پلان د عملي کیدو څخه مخنیوی کړی دی.

د تندر قول اردو د څلورمې لوا چارواکي وايي په څرخ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د یوه تن سر ګروپ قاري اسماعیل په ګډون ۵ تنه طالبان وژل شوي دي.

دوی وايي د وژل شویو طالبانو یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...