Home » دسته‌بندی نشده » لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی

لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید شوی

رویداد خبری آژانس : د لوګر پولیس تاییدوي چې نن سهار د لرم په۲۱ مه د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د ماین چاودنه شوې ده. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي رویداد خبر اژانس ته وويل چې دا پېښه د پل علم ښار اړوند د “کمپ شنګ” په سيمه کې رامنځته شوې ده. دا کمپ د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا اړوند دی. پولیسو تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه کړی، خو ځینو رسنیو ویلي، چې برید د موټر بم په وسیله شوی دی. ځینو بیا د برید نوعیت ځانمرګی بللی دی. شاپور احمدزی وايي، د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبله تر اوسه څرګنده نه ده. د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم له رویداد خبری اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د بهرنيو ځواکونو يو کاروان په سيمه کې د ګزمې په حال کې و. لوګر د کابل په ګاونډ کې یو له ناامنو ولایتونو څخه دی. طالبان په دغه ولایت کې فعال او پراخ نفوذ لري

راپور لکونکی: حشمت وجدانی

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران د روان کال تر پایه دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال باسي

د کډواولو په چارو کې ...