د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د ښځو برخې مشرې هيدبار د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د لويې جرګې رابللو پر پرېکړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، تمه ده چې دا جرګه به د ښځو او نجونو حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړې پرون يکشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۵مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، تمه لري چې راتلونکې لويه جرګه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو نقض مخنيوي په برخه کې د پام وړ رول ولري.
هيدربار ويلي، هغه پرېکړې چې ښځې مستثنا کوي او حاشيې ته يې بيايي، هېڅ ډول مشروعيت نه لري.
د راپورونو له مخې سرپرست حکومت پرېکړه کړې چې د روانې چنګاښ په ۸مه لويه جرګه دايېره کړي؛ خو حکومتي سرچينو دا لويه جرګه نه، بلکې د ديني علمانو يوه لويه غونډه بللې ده.