د کندهار ځايي رسنيو خبر ورکړی چې د طالبانو رهبر مولوي هبتالله اخندزاده د دغه ولايت له يو شمېر چارواکو سره لېدلي او په ياده لېدنه کې يې يو لړ لارښوونې هم کړې دي.
د رسنيو د مالوماتو له مخې، مولوي هبتالله سپارښتنه کړې چې د اسلامي امارت ځواکونه دې د بښنې فرمان په غوڅ ډول عملي کړي او هېچا ته دې د تېرو کړنو سزا نه ورکوي.
د کندهار له ولايتي چارواکو سره په دغه لېدنه کې نوموړي له عامو خلکو هم غوښتې، چې له هېواد دې نه وځي او د افغانستان په ابادۍ کې دې برابره ونډه واخلي.
له دې وړاندې هم د طالبانو رهبر هبتالله اخندزاده د کندهار له چارواکو سره لېدلي وو چې د حکومتولۍ او له عامو خلکو سر د چلند په اړه يې اسلامي امارت ته لارښوونې کړې وې.