Home » سیمه او نړی » له ۳۰۰ډېر افغان پناه‌غوښتونکي کاناډا ته ورسېدل
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

له ۳۰۰ډېر افغان پناه‌غوښتونکي کاناډا ته ورسېدل

د کاناډا د کډوالو چارو اداره وايي چې له پاکستان څخه ۳۰۴ نور افغان پناه‌غوښتونکي کاناډا ته لېږدول شوي دي.

دې ادارې پرون ناوخته (چهارشنبه، سلواغې ۱۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې دا افغان کډوال په یوه چارتر الوتنه کې «تورنتو» ته رسېدلي دي. 

د کاناډا د کډوالو چارو ادارې دا هم ویلي چې دا افغان پناه‌غوښتونکي به د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ځای پرځای شي.

د ویلو ده چې کاناډا په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه لسګونه زره افغان پناه‌غوښتونکي په چارتر الوتنو کې لېږدولي دي. 

د کاناډا د کډوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې چې د ۲۰۲۱ له اګسټ میاشتې راهیسې ۴۷ زره ۱۰ افغان پناه‌غوښتونکي یاد هېواد ته رسېدلي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...