د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO وايي، په افغانستان کې د ګوزڼ له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له تمې سره سمې لاسته راوړنې لري.
د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان برخې تازه نن چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ويلي، چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديزکال له نومبر راهيسي د ګوزڼ ضد ګمپاين په اتو دورو کې يې ۹ ميليونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړی دی.
دې سازمان زياته کړې، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ صفر کول کولی شي، چې نړۍ له يادې ناروغۍ خلاصېدو ته نږدې کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان دغه راز ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
افغانستان، پاکستان او سوماليه هغه درې هېوادونه دي، چې لا هم په کلنۍ توګه په کې د ګوزڼ مثبتې پيښې ثبتېږي.