Home » افغانستان » له ګوانتانامو زندانه د ا.ا دوه خوشې شوي غړي نن کابل ته راورسېدل
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

له ګوانتانامو زندانه د ا.ا دوه خوشې شوي غړي نن کابل ته راورسېدل

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي چې عبدالظاهر صابر چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د حصارک کلي اصلي اوسیدونکی دی، د ۲۰۰۲ کال د مې په لسمه د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوی و او په بګرام زندان کې له څلورو میاشتو بند وروسته په هماغه کال په اکتوبر کې ګوانتانامو زندان ته ولیږدول شو.

د هغه په وينا، د اسلامي امارت دغه غړى د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په ١٦مه له ګوانتانامو زندان څخه خوشې او عمان ته ولېږدول شو او هلته تر څارنې لاندې و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې د ګوانتانامو يو بل بندي عبدالکريم د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د ووزيانو د کلي اوسېدونکى دى او د ٢٠٠٢ کال د اګسټ په ۱۴مه د پاکستان د حکومت له خوا ونيول شو او امريکايي ځواکونو ته وسپارل شو.

هغه زیاته کړې چې عبدالکریم د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې د امریکایانو له خوا د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو او له ۱۴ کلونو وروسته له ګوانتانامو څخه خوشې او عمان ته انتقال شو.

د هغه په وينا، د اسلامي امارت دغه غړى له اوو کلونو راهيسې په عمان کې د سفر له اجازې پرته تر څارنې لاندې و.

امریکايي چارواکو تر اوسه کابل ته د دغو دوو کسانو د راستنېدو په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...