Home » سیمه او نړی » له چاد څخه د آلمان سفیر شړل شوی

له چاد څخه د آلمان سفیر شړل شوی

د چاد حکومت د آلمان سفیر کریستین ګوردون څخه جمعه د شپې وغوښتل چې په ۴۸ ساتونو کې دې له دغه هېواد څخه ووځي. د چاد حکومت «بې ادبه چلند» او د «ډيپلوماسي دودونو ته نه درناوی» د سفېر اېستلو لپاره د دلایلو په توګه مطرح کړي.

د دغه ۱۷ میلیوني هېواد حکومت د خپل دغه اقدام لپاره بله کومه غوره توجیه نه درلوده. ځايي رسنۍ ګومان کوي چې پر اوسني انتقالي حکومت نېوکې د دغه ګام اصلي دلیل دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په برلین کې ویلي، هغه دلایل چې د سفیر د اېستلو لپاره ویل شوي د درک وړ نه دي. ویل شوي چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اوسمهال د موضوع په تړاؤ د چاد حکومت سره د خبرو په حال کې دی.

چاد هغه هېواد چې پکې بې وزلي او اداري فساد واکمن دي، شمال ته له لیبیا او لویدیځ لور ته له نیجر سره پوله لري. له اپریل میاشتې راهېسې محمد بن ادریس دیبي د دغه هېواد ولسمشري کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...