د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې سلګونه افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې غويي میاشتې په پنځلسمه او شپاړسمه په پاکستان کې مېشت ٧٠٣ کډوال د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدونو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، ۹۴ راستنې شوې کورنۍ چې ۶۲۵ تنه یې په خپله خوښه او ۵۱ تنه یې په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي د کډوالۍ نړیوال سازمان ته دې مرستو لپاره ور پېژندل شوي دي.