Home » افغانستان » “له ټي‌ټي‌پي سره په خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ديني عالمانو پلاوی کابل ته راځي”

“له ټي‌ټي‌پي سره په خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ديني عالمانو پلاوی کابل ته راځي”

پاکستاني خبريال طاهر خان خبر ورکړی، چې ښايي په نږدې راتلونکي کې د پاکستان ديني عالمانو يو پلاوی چې په ترکيب کې يې د دې هېواد مطرح ديني عالم مفتي غلام الرحمن هم شامل دی، افغانستان ته سفر وکړي او د سفر موخه به يې دغلته د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له مشرانو سره ليده کاته وي.

نوموړي نن دوشنبه د (زمري په ۳مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د پاکستان ديني عالمان به هڅه وکړي چې د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې نور پرمختګ هم رامنځته شي.

د طاهرخان په خبره، د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې مذاکراتو په تېر ترسره شوي پړاو کې د محدود شمېر زندانيانو له خلاصون او له مبهم اوربند پرته بل پرمختګ نه دی شوی.

نوموړی زياتوي چې دامهال د پاکستان حکومت له يادې ډلې سره په مذاکراتو کې د نور پرمختګ هڅه هم کوي او له همدې کبله له ممکنه لارو چارو کار اخلي.

طاهرخان زياته کړې، دا چې د پاکستان اکثره ديني عالمان په دې هېواد کې د وسله‌والې مبارزې مخالف دي، نو په خبره يې دا تمه شته چې کابل ته د ديني عالمانو د سفر له امله د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ وشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...