Home » فرهنګی او ټولنیز » له لوګر۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شوې دي
رویداد خبري آژانس

له لوګر۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شوې دي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت وايي،د لوګر له مس عینک کان څخه شاوخوا ۲۵۰۰ قلمه موندل شوي لرغوني اثار کابل ته ولېږدل شول.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل:”د لوګر له مس عینک څخه شاا و خوا ۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته انتقال شوي دي. په دغو اثارو کې ۵۰۰ یې هغه اثار دي چې خټین او مسي لوښي شامل دي او باقي یې ټولې سکې دي.”

مومند وايي، موندل شوي لرغوني لوښي ملي موزیم ته لېږدول شوي او پاتې ۲۰۰۰ اثار چې زیاتره یې سکې دي، د لرغونپوهنې ریاست ته وړل شوي چې په لابراتوار کې تر مسلکي پاککارۍ وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...