Home » افغانستان » له سرپرست حکومت څخه د بشري حقونو د ادارې غوښتنه: نيول شوي فعالان ژر تر ژره را خوشې کړئ

له سرپرست حکومت څخه د بشري حقونو د ادارې غوښتنه: نيول شوي فعالان ژر تر ژره را خوشې کړئ

په نږدې یوه اوونۍ کې د افغانستان دننه د بشري حقونو او تعلیم د پنځو فعالانو د نیولو پېښې ثبت شوي دي.

د سرپرست حکومت له‌خوا دغو توقیفونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تېر ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، نیول شوي کسان باید ژر تر ژره له بنده ازاد شي.

دوی دغه توقیف شوي نرګس سادات، زکریا اصولي، سلطان علي ضیایي، خیرالله پرهر او مرتضی بهبودي یاد کړي دي.

په اعلامیه کې د قلم لارې ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د برخه‌لیک په اړه اندېښنه ښودل شوې، ځکه معلومه نه‌ده چې هغه اوس چېرته دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې دغه راز ویلي، د یو شمېر نورو توقیف شویو خبریالانو او فعالانو د برخه‌لیک څرک هم نه لګیږي او دوی په دې تړاو اندېښمن دي.

د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ درې مېرمنې فاطمه محمدي، ملالۍ هاشمي او رقیه ساعي چې د نجونو د تعلیم په اړه اعتراض کې يې برخه اخیستې وه، کابل کې ونیول شوې.

تر دې یوه ورځ وروسته، د دوشنبې په ورځ طالبانو مدني فعال او د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا هم له خپل کوره ونیوه. دغه راز د یوه بل فعال رسول پارسي د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي.

طالبانو که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او نورو بنسټونو پر اندېښنو ځانګړې تبصره نه‌ده کړې، خو ویلې یې دي، نظام حق لري هغه کسان ونیسي او پوښتنې ګروېږنې ترې وکړي چې په خبره یې مشکوک فعالیتونه لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...