له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ په ۲۰۲۲ کال کې ۹،۷ میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
هممهاله له سرطان سره د مبارزې په نړیواله ورځ د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) وایي، چې په ۲۰۲۲ کې ۹،۷ میلیون کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د فبروۍ ۴مه دا ورځ په ۲۰۰۰ میلادي کې د نړیوال روغتیایي سازمان له خوا خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه په یاد نوم ونومول شوه.
یو شمېر هېوادونه دا ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې په ۲۰۲۲ کې د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) لخوا ویل شوي چې ۹،۷ میلیون کسانو د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد سازمان له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې لپاره په خپله اېکس پاڼه کې سرطان یوه وژونکې ناروغي بللې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۲ په پرتله به په ۲۰۵۰ په سرطان د وژل شویو کسانو شمېر ۷۷ سلنه زیات شي.
WHO زیاته کړې چې په ۲۰۲۲ کې له هر نهو کسانو به یې یو کس نارینه او هر دوولس کسانو کې به یوه ښځینه وي چې د سرطان له امله یې ژوند له لاسه ورکړی وي.
له بلې خوا یو شمېر ډاکټرانو هم سرطان یوه خطرناکه ناروغي بللې او ویلي یې دي چې یاده ناروغي د درملنې او وقایې وړ ده.
د انتاني روغتون ډاکټر فرید الله عمري وایي: “سرطان یوه عامه او وژونکې ناروغي ده، چې په پټ ډول د انسان په بدن کې پیدا کېږي او د وخت په تېرېدو وده کوي. د څېړنو له مخې په ټوله نړۍ کې له سلو زیات د سرطان ډولونه تشخیص شوي دي سرطان بېلابېل عوامل لري، لکه ارثي، له نشهیي توکو ګټه اخیستل، چاغښت او ناسم غذایي رژیم او داسې لاملونه لري.”
د ویلو وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د سینې، ځیکر، شش، رحم او معدې سرطانونه له عام ډول سرطان څخه دي چې په افغانستان کې تر ټولو ډېر کسان پرې اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت هم ویلي چې په کال کې ۲۳زره افغانان په سرطان اخته او ۱۶زره کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.