د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به پاکستان هغو مسافرو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان تذکرې ولري او د تورخم پولې له لارې به بېرته هېواد ته راستانه شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي عرفات مهاجر، وویل چې د پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته، هغه مسافر ته چې تذکرې لري، نن (دوشنبې، د وري ۴مه) د تورخم له لارې د راستنېدو اجازه ورکړل شوه.
هغه زیاته کړه چې ټول افغان مسافر چې په خیبر پښتونخوا یا د پاکستان په نورو ښارونو کې دي اوس کولی شي د تورخم له لارې د خپلو تذکرو په ښودلو سره افغانستان ته راستانه شي.