وروسته له هغې چې روسيې د اوکراين ختيځ لوی ښار خارکيف له ځينو سيمو څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، ورسره سم اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو خلاف خپل عمليات پراخ کړل.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي که څه هم د عملياتو د پراختيا په اړه څه نه دي ويلي، خو په خپل ټوېټر کې يې يوه داسې ويډيو چې روسي ځواکونه په کې له خارکيف د وتلو په حال کې ښکارې خپره کړې ده.
نوموړي له دې وېډيو سره ليکلي، چې روسي ځواکونه خپله وړتيا ښکاره کوي او له خارکيف څخه شا تګ کوي.
له خارکيف د روسي ځواکونو له وتلو وروسته د اوکراين د پوځ لوی درستز ولېرې زلوژني ادعا کړې، چې له يادو ځواکونو يې کابو ۳زره کليومټر د اوکراين خاوره بېرته چاڼ کړې ده.
د نوموړي په خبره، دامهال روسي ځواکونه د اوکراين په ختيځ کې له ګډې پولې څخه شاوخوا ۵۰ کيلو متره دننه د اوکراين په خاوره کې دي.
له خارکيف څخه د روسي ځواکونو د وتلو په اړه د روسيې دفاع وزارت ويلي، چې دا پرېکړه يې په ډونيڅک او د اوکراين په سوېل کې د روسيې د حضور پياوړتيا په موخه کړې ده.