Home » افغانستان » له ترکيې څخه هرات ته بشري مرستې ته راورسېدې

له ترکيې څخه هرات ته بشري مرستې ته راورسېدې

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، چې له ترکیې څخه دې ولایت ته ۶۲۰ ټنه بشري مرستې رسېدلې دي.

د هرات سیمه ییزو چارواکو نن (چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه) ویلي چې په دغو مرستو کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د ځپلو لپاره خوراکي او غیر خوراکي توکي لکه اوړه، خیمې، کمپلې، صابون او نور اړین توکي شامل دي.

دا مرستې د اورګاډي له لارې هرات ته لېږدول شوې دي او د تورغونډۍ په بندر کې د ا.ا چارواکو ته وسپارل شوې.

تېر کال په لیندې میاشت کې هم ترکیې افغانستان ته ۵۰۰ ټنه بشري مرستې لېږلې وې.

په هغه وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمدالله متقي اعلان وکړ، چې له دې مرستو څخه به ۳۰۰ ټنه زلزله ځپلو او ۲۰۰ ټنه نور له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل شویو کډوالو ته ورکړل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...