د کډوالو چارو وزارت وايي، له ایران څخه ۲ زره ۶۲۱ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د دې شمېرو په خپرولو سره ویلي چې دغه شمېر کډوال د غویي په ۲۵مه د هرات د اسلام کلا له پولې هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات د اسلام کلا په پوله کې د افغان کډوالو له ډلې څخه ۳۸۳ تنه د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستې د ترلاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پیل کړې او هره ورځ سلګونه کډوال وباسي.