ایراني چارواکي وایي چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ په چټکۍ دوام لري.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمد رضا رادان(دوشنبې،د لړم۷مه) رسنیو ته ویلي چې، ایراني پولیس په دې هڅه کې دي چې غیر قانوني کډوال چې اوسمهال په دغه هېواد کې ژوند کوي وباسي.
د هغه په وینا چې د کډوالو د ایستلو د پراخ پلان په لړ کې یې تر دې دمه ۸۵۰ زره غیر قانوني افغان کډوال له یاد هېواد څخه ایستلي دي.
نوموړي زیاته کړې دغه راز په تېرو څو اوونیو کې د کرمان په ولایت کې پولیسو ۳۸زره بې اسناده افغان کډوال نیولي او افغانستان ته یې لېږلي دي.
ایراني چارواکي وایې حکومت یې پرېکړه کړې چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیون غیر قانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران سربېره له پاکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، نیمروز او نورو لارو هېواد ته راستنیږي.