Home » افغانستان » له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي

له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه دوه زره ۱۰۸ افغان کډوال په خپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې پرون د غویي په ۲۲مه یو زر ۷۵۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۳۴۹ نور کډوال د غویي په ٢٢مه له پاکستان څخه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

بلخوا په ننګرهار د ا.ا د تورخم مسوولینو ویلي چې د ۳۴۹ کسانو په ګډون ۶۵ کورنۍ له پاکستان څخه په «جبري» توګه ایستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...