Home » افغانستان » له ایران او پاکستان څخه هېواد ته یو شمېر افغان کورنۍ راستنې شوې

له ایران او پاکستان څخه هېواد ته یو شمېر افغان کورنۍ راستنې شوې

د راپورونو له مخې، پرون د تورخم له لارې ۱۰ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲ او د هرات د اسلام‌‌کلا له لارې ۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د ویلو ده چې پاکستان د ۲۰۲۳م کال نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه د بې‌اسناده افغان کډوالو ډله‌‌ییزو ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

بلخوا ایران هم په دې وروستیو کې د بې قانونه کډوالو ایستل پیل کړي چې په لسګونه افغان کډوال یې بېرته رالېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون (یکشنبې، د لړم ۲۰مه) اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۳۲۵ افغان کډوال د شنبې او جمعې په ورځو کې له ترکیې ایستل شوي او کابل ته استول شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...