Home » افغانستان » له ایران او پاکستان څخه نږدې څلور زره افغان کډوال ایستل شوي

له ایران او پاکستان څخه نږدې څلور زره افغان کډوال ایستل شوي

د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له ایران او پاکستان څخه شاوخوا څلور زره افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوه زره او ۵۲۲ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي او د ثور په شپږمه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د ثور په شپږمه او اوومه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۱۲۴۳ افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک د مسوولینو د معلوماتو له مخې، له دې لارې د ۷۵۱ کسانو په ګډون ۱۳۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

بلخوا په ننګرهار کې د تورخم مسوولینو هم ویلي، چې له دې لارې د ۴۹۲ کسانو په ګډون ۱۰۱ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره ایستل شوې او بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...