د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۳ زره او ۴۷۹ افغان کډوال په زوره او خپله خوښه له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلی چې دغه افغان کډوال د نیمروز، هرات او تورخم له لارې له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، یاد کسان له نوملیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو لپاره ورپېژندل شوي دي.
په دې وروستیو کې د پاکستاني او ایراني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده، چې په کور دننه او بهر یې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دغه هېواد ته له وېزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته پر ورتګ د بندیز د لغوه کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې هېچا ته به له وېزې او پاسپورټ پرته د ورتګ اجازه ورنه کړل شي.