د کرونا له امله له رامنځته شوي اوږده بندیز وروسته نن شنبه د اکټوبر ۳(تلې۱۲) په ټول هېواد کې له لومړي تر دوولسم ټولګي حضوري زدهکړې بېرته پيل شوې.
د تېر کال د کب په وروستيو کې ښوونځي د کرونا ويروس د خپرېدو له امله تړل شوي وو.
په دې سره به په ښوونځيو او پوهنتونونو کې په حضوري زدهکړو د کرونا له کبله لګول شوی بنديز په بشپړ ډول پای ته ورسېدل.
د تېرې اوونۍ د سه شنبه په ورځ د افغانستان کابينې د روغتیا او پوهنې وزارتونو په وړانديز پرېکړه وکړه چې د دولتي ښوونځيو پاتې ټولګي دې هم د تلې په ۱۲مه چې له نن سره سمون خوري پيل شي.
تر دې وړاندې کابينې د پوهنې وزارت د غوښتنې پر بنسټ د روان کال د وږي مياشتې په ۱۵مه نېټه د دولتي ښوونځيو په يوولسم او دوولسم ټولګيو او د خصوصي ښوونځيو ټولو ټولګيو کې د حضوري زدهکړو د پیل اجازه ورکړې وه.
په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د زدهکړو بهير داسې مهال په بشپړ ډول پیل شول چې افغانستان کې د کرونا وايروس په کمېدو دی او اوس هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا ۲۰ مثبتې پېښې ثبتېږي.
خو د روغتیايي چارو پوهان د ژمي په راتګ سره د دغه وايروس د دويمې څپې د راغبرګېدو شونتیا هم نه ردوي او له ټولو غوښتنه کوي چې صحي لارښوونې په جدي ډول په پام کې ونیسي.