د بلخ ځايي چارواکي وايي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پوله بیا پرانېستل شوه.
دغه پوله څو میاشتې وړاندې د کرونا وبا له امله تړل شوې وه.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، چې دمګړۍ هغه کسان پر دغه لاره تګ راتګ کولی شي چې د افغانستان پاسپورت ولري.
د نوموړي په خبره د حیرتان بندر کې ازبکستان ته له اوړېدو وړاندې د مسافرو کرونا ټیسټ اخېستل کېږي او بیا تګ راتګ کولای شي.