Home » سیمه او نړی » له اوربند سره سره پر لبنان د اسراییلو په برید کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له اوربند سره سره پر لبنان د اسراییلو په برید کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لبنان په جنوب کې پر یو موټر د اسراییلو د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د وژل شویو شمېر ۵ کسانو ته رسېدلی دی.

د لبنان روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې چې ساحلي ښار صُور ته نږدې په طير دبّا سیمه کې شوی، ۴ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

بلخوا د اسراییلو پوځ منلې چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله غورځنګ د وسلو یوه لارۍ ویشتلې ده.

د ویلو ده چې د اسراییلو او لبنان د حزب الله ترمنځ پر روانه جګړې اوربند شوی و چې د جنورۍ تر۲۶مې وخت لري.

پر دغه اوربند د نومبر میاشتې پر ۲۷مه د ۶۰ ورځو لپاره موافقه وشوه چې له مخې یې د لبنان پوځ او د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د لبنان په جنوب کې ځای پر ځای شول او د اسراییلو پوځ له دغو ساحو ووتلو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...