Home » سیمه او نړی » له امریکا څخه نیمه پېړۍ وروسته چین لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بیرغ نصب کړي
رویداد خبري آژانس

له امریکا څخه نیمه پېړۍ وروسته چین لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بیرغ نصب کړي

له امريکا څخه نيمه پېړۍ وروسته چين لومړنی هېواد شو چې د سپوږمۍ په ځمکه خپل لومړنی بيرغ نصب کړي،

د چين بيرغ دويم بيرغ شو چې د ځمکې په سپوږمۍ باندې ورپېده.

د چين د تشيالپوهنې ملي ادارې د خپل هېواد د بيرغ هغه انځورونه خپاره کړل چې پکې ښودل کېږې چې د يوې څېړنيزې چينايي سپوږمکۍ له لارې دا بيرغ د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی دی او د باد د نه شتون له امله بې حرکته ولاړ دی.

لومړنی بیرغ په اپولو مېشن کې په ۱۹۶۹ زېږدي کال امريکا د سپوږمۍ پرځمکه نصب کړی و له هغه وروسته يې بيا هم ۵ ځلې نور هم خپل بيرغونه هلته نصب کړل.

په دې سربېره به چين له سپوږمۍ څخه دوه کيلو ګرامه خاوره هم د څېړلو په موخه ځمکې ته راوړي ، لومړی ځل چې د سپوږمۍ خاوره ځمکې ته راوړل شوې وه هغه ۴۴ کاله مخکې شوروي اتحاد راوړې وه چې ۲۰۰ ګرامه شاوخوا وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...