د برېتانيې پارلمان د بهرنيو چارو کميټې د خپلو څېړنو په پايه کې په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د بريتانوي ځواکونو وتل يو ناورين او خيانت دی.
دې کميټې په خپل خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د کابل د سقوط پرمهال له افغانستان څخه د برېتانوي ځواکونو وتل ناورين دی او کولی شي چې د کلونو لپاره د برېتانيې ګټو ته زيان ورسوي.
په راپور کې د برېتانيې د پارلمان غړو په حواله راغلي، چې له افغانستان څخه د برېتانوي ځواکونو د ايستلو په موخه د استخباراتو او ډيپلوماټيکې دستګاه له لوري په پلان جوړولو کې سيسټماټيکې ناکامۍ موجودې وې.
دوی زياته کړې، دا ځکه چې له افغانستان څخه د خلکو د ايستلو پرمهال ترسره شوې ګډوډۍ د انسانانو د ژوند په بيه تمامېدای شوې. د پارلمان غړو ويلي، چې د کابل د سقوط پرمهال له افغانستان څخه د خلکو په ايستلو کې د حکومت بې تفاوتي، د ياد بهير د ناسم مديريت ښکارندويي کوي.