Home » افغانستان » له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو په اړه د وضاحت غوښتنه شوې

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو په اړه د وضاحت غوښتنه شوې

د امريکا استازو جرګې يوه جمهوريپال غړي مايک والټس له فاکس نيوز سره په يوه تازه مرکه کې غوښتنه کړې، چې ولسمشر جوبايډن دې له افغانستان څخه د امريکا ځواکونو د وتلو عملياتو په اړه حساب ورکړي.

نوموړی چې د امريکا په استازو جرګې کې د فلوريډا ايالت استازی دی ټينګار کړی، د يادو عملياتو پرمهال دې د وژل شوو امريکايي سرتېرو کورنيو ته داسې ځواب ورکړل شي، چې قانع کوونکی وي.

والټس په خپله مرکه کې غوښتنه کړې، چې ورته  نور عمليات بايد بيا تکرار نه شي؛ ځکه د نوموړي په خبره د يادو عمليات عواقب لا هم په امريکا کې پاتې دي.

واک ته د طالبانو تحريک له رسېدو وروسته امريکا د ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ له نيمايي ور هاخوا له کابل څخه د تخليې عمليات پيل کړل. د دې عملياتو پرمهال د اګسټ په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګي چاودنه وکړه او په ترڅ کې يې د ۱۷۰ ملکي افغانان ترڅنګ ۱۳ امريکايي سرتېري هم ووژل شول.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...