Home » افغانستان » له افغانستان سره د نړیوال بانک ۸۴ میلیونه ډالر مرسته

له افغانستان سره د نړیوال بانک ۸۴ میلیونه ډالر مرسته

د نړیوال بانک مدیره پلاوي د ‘افغان ټولنې د هوساینې او پروژو د تطبیق په موخه’ د نړیوالې پراختیایي ټولنې لخوا د ۸۴ میلیونو ډالرو په ارزښت مالي مرسته تصویب کړې ده.

نړیوال بانک پرون (سه شنبه د ثور ۱۱مه) په اعلامیه کې ویلي چې دا پیسې به د افغانستان د وجهي صندوق (ARTF) او د نړیوالې پراختیایي ټولنې (IDA) له لارې ولګول شي.

د افغانستان ټولنې د هوساینې او معیشت پروژه په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۶۵ میلیونو ډالرو په مالي مرسته د اماني صندوق لخوا په کلیو او ښاري سیمو کې د ورځنیو خدمتونو، د ښځو او تر ټولو زیان منونکو د لاسنیوي او ټولنیزو بنسټونو د ملاتړ په موخه پیل شوې ده.

نړیوال بانک ویلي چې په دې نوې مرستې سره به کلیو او ښاري سیمو کې د دې پروژې فعالیتونه پراخ شي؛ ښځو ته به د ژوندانه لا زیات فرصتونه برابر شي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو د مخنیوي لپاره به فعالیتونه وشي او همداراز د راستنیدونکو لپاره به کاري زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ويلي چې سږ کال به افغانستان کې له ۲۳ ملیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...