نړیوال بانک وايي، په تېرو دریو کلونو کې یې د افغانستان له خلکو سره ۱،۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکي بیا د دغو مرستو ویش اغېزمن نه ګڼي او د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره په زیربنایي پروژو کې د لا زیاتې پانګونې پر اړتیا ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش رویداد خبري اژانس ته ویلي: که له دغو مرستو څخه د هېواد د اقتصادي ودې او خلکو ته د کار د پيداکولو لپاره په زيربنايي پروژو کې پانګونه شوې واى؛ نو ګټورې به وې؛ خو دغه لنډمهاله مرستې د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي.”
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو بل شنونکی سید الرحمن عمران وايي: “زما په اند له افغانستان سره نړیوالې مرستې باید بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي او دا مرستې باید په هغو سکتورونو ولګول شي چې د خلکو لپاره باثباته عاید پیدا کړي او خلک ورته اوږدمهاله لاسرسی پیدا کړي.”
دغه کارپوهان ټینګار کوي چې د نړیوالو خیریه موسسو مرستې په اوسني وضعیت کې د خلکو جدي اړتیا ده، خو د دغو مرستو د کارولو او وېشلو په اړه دقیقې پلان جوړونې ته اړتیا ده.
بلخوا د نړیوال بانک د راپور له مخې، دا مرستې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پیل شوې او د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان له وجهي صندوق څخه ۲۸۰ میلیونه ډالره یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام ته استول شوي دي.
ویل کېږي، چې ا.ا دغو مرستو ته لاسرسی نه لري او ډېره برخه یې د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده.