Home » افغانستان » “له افغانستان سره د بشري ناورين په کابو کولو کې لازمو مرستو ته اړتيا ده”

“له افغانستان سره د بشري ناورين په کابو کولو کې لازمو مرستو ته اړتيا ده”

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف دفتر خبر ورکړی چې نوموړي پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۹مه) د برېتانيې له لومړي وزير بوريس جانسن سره خبرې کړي دي.

د شريف دفتر په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د يادو ټليفوني خبرو پرمهال د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ د افغانستان پر موضوع هم خبرې وشوې.

اعلاميه کې ويل شوي، چې شهباز شريف په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټينګښت او دغه راز په دې هېواد کې د انساني ناورين مخنيوي په موخه د لازمو هڅو پر کولو ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړې، چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات تامين په موخه له طالبانو سره د نړيوالو رغنده سياسي تعامل خورا حياتي دی. شهباز شريف له بوريس جانسن سره په خبرو کې د امريکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادول هم مهم بللي او ويلي يې دي چې دا کار د افغانستان اقتصادي پايښت له لپاره اړينه مسئله ده.

په همدې حال کې د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن هم په خپل ټوېټر کې د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف سره د خبرو پخلی کړی او ويلي يې دي، چې په دې خبرو کې د پاکستان او برېتانيې د اړيکو پر تحکيم خبرې شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...